شي جين پينګ د کيوبا دولت رئيس دياز کانېل سره وکتل
CMG2023/08/24 11:54:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۳مې نېټې د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې د برېکس هېوادونو د ۱۵ سرمشريزې په څنډې کې د کيوبا د دولت رئيس ميګويل دياز کانېل بېرموديز سره ليدلي او په یو لړ مسئلو يې ورسره خبرې کړې دي.

رئيس شي جين پينګ له خپل کيوبايي سیال سره په يادې ليدنې کې ويلي، چې چین به له کيوبا څخه دوامدار کلک ملاتړ وکړي، چې خپل ملي حاکميت خوندي وساتي او له بهرنيو لاسوهنو او بنديزونو سره مخالفت وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې هېواد به يې تر خپلې وسې د کيوبا د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره زمېنه برابره کړي او له کيوبا څخه ملاتړ کوي او په درنه سترګه ورته ګوري، چې په راتلونکې مياشتې کې د ۷۷ هېوادونو ګروپ ـ چين سرمشريزه تر سره کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين غواړي له کيوبا او د ۷۷ هېوادونو ګروپ له نورو غړيو هېوادونو سره د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې او د پرمختګ حقونه خوندي وساتي.

ميګويل دياز کانېل بېرموديز د کيوبا او چين ترمنځ  اوسنۍ اړيکې د تاريخ تر ټولو لوړې سویې کې بللي او ويلي يې دي، چې هېواد يې د رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ وړانديز، د نړیوال امنيت وړانديز او د نړيوال تمدن وړاندیز څخه کلک ملاتړ کوي.

ميګويل بېرموديز ويلي، چې کيوبا به له چين سره د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ ژورې کړي، د ګډ برخليک ټولنه به ورسره جوړه کړي او د خپلې ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لارې د جوړولو په بهير کې به ورسره مرستې وکړي.

نوموړي زياته کړې، کيوبا غواړي له چين سره خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د ۷۷ هېوادونو ګروپ ـ چين سرمشريزې د بریاليتوب لپاره به پوره هڅې وکړي.