د روسيې د واګنر بنسټګر پروګوژين د الوتکې غورځېدو پېښه کې مړ شو
CMG2023/08/24 10:26:24
شريکول:

د روسيې د هوايي چلند فیدرالي ادارې د اګست په ۲۳ مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د واګنر ملېشې بنسټګر يوفګيني پريګوژين په همدې ورځ د الوتکې غورځېدو له امله مړ شوی دی. خبر وايي، د نوموړي الوتکه په همدې ورځ له مسکو څخه سانپيټرزبورګ ته روانه وه، چې د روسيې په لوېديځ توير ولایت کې غورځېدلې ده. په دغې الوتکې کې د ۳ کسيزې عملې په ګډون۱۰ کسان سپاره وو او ټول پکې وژل شوي دي.