شي جين پينګ د برېکس سازمان د نویو غړو هېوادونو هرکلی وکړ
CMG2023/08/24 19:20:05
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۲۴مې نېټې په سهار د جنوبي افريقا په جوهانسبورګ کې د برېکس هېوادونو د ۱۵مې سرمشريزې په ځانګړې خبري ناسته کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ وويل، د برېکس پنځو هېوادونو مشرانو دې ته موافقه کړې، چې سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات، ارجنټاين، ايران او اتوپيا ته په برېکس کې د غړيتوب بلنه ورکړي. چين نوموړو شپږو هېوادونو ته مبارکي وړاندې کوي او د برېکس د رئيسه هېواد جنوبي افريقا او د دغه هېود د ولسمشر سيريل رامافوسا د هڅو ستاينه کوي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې د برېکس د غړيو زياتوالی تاريخي ارزښت لري او د برېکس او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ هوډ ښکاره کوي، د نړيوالې ټولنې له هيلې او د پرمختيايي هېوادونو له ګټو سره سمون لري. شي جين پينګ د برېکس د غړيو دغه زياتوالی د برېکس د همکارۍ د نوي مزل د پيل ټکی بللی او باور يې ښودلی، چې دا به د برېکس همکاريز ميکانيزم ته نوی حياتي ځواک برابر کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ قوت به لا پياوړی کړي.