جاپان د فوکوشيما ولسوالۍ د خلکو ځينو استازو د اګست په ۲۲مې او ۲۳مې نېټې له رسنيو سره مرکې کړي او سمندر ته د اټومي ککړو اوبو له خوشې کولو سره یې ټينګ مخالفت څرګند کړی دی.
د فوکوشیما ولسوالۍ د شینچي سيمې ۷۱ کلن کب نیونکي هارو اونو رسنيو ته ويلي، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ايستل زمونږ پر ژوند بد اغېز کوي او په وينا يې، د جاپان لومړی وزیر فوميو کيشيدا د خلکو د کاري ځايونو د ککړتيا حق نه لري.
اودا چییو د فوکوشیما ولسوالۍ په ایواکي ښارګوټي کې اوسیږي او رسنيو ته يې ويلي، چې د جاپان حکومت سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو عاجله پریکړه کړې او له خپلو ژمنو یې سرغړونه کړې ده او د حکومت ياده کړنه يې ظالمانه بللې، چې خلکو ته له کافي توضیحاتو پرته يې ترسره کوي.
د جاپان د فوکوشيما ولسوالۍ د فوکوشيما، مياګي، اباراکي سیمو مدعي ډلې د روانې مياشتې په ۲۳مې نېټې اعلان وکړ، چې د فوکوشيما ولسوالۍ محکمې ته به دعوه وړاندې کړي او د جاپان له حکومت او د توکيو د برېښنا له شرکت څخه به وغواړي، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو پلان لغوه کړي.
(ژباړه: شکريه)