د چين د دولت رئیس شي جین پینګ د اګست په ۲۳مې نېټې د جنوبي افريقا په جهانيسبورګ ښار کې د برېکس هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې د بنګلادېش له صدراعظمې شېخ حسينې سره کتلي دي.
نوموړي له شېخ حسینې سره په خبرو کې ويلي، چې چين د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، د بهرنۍ مداخلې د مخنيوي، د ملي يووالي او ټيکاو د ساتلو او د هېواد د پرمختګ د راوستلو په برخو کې د بنګلادېش له هڅو څخه ملاتړ کوي او غواړي د مهمو ګټو په ساتلو کې ورسره متقابل ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې چين او بنګلادېش د ستراتېژيو په اړه د نظريو تبادلې پياوړې کړي، په بېلابېلو کچو د حکومتي ارګانونو تګ راتګ نږدې کړي او په ګډې همکارۍ د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته باکيفيته پرمختګ ورکړي.
شېخ حسېنې ويلي، چې د بنګلادېش او چين ترمنځ دوستانه اړيکې د متقابل درناوي او په کورنيو چارو کې د نه مداخلې پر اساس ټينګې شوې دي.
بنګلادېش د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د سيمې د سولې او ټيکاو د ساتلو لپاره د چين مهم رول ستايي او غواړي له چین سره دوه اړخيزې اړيکې ژورې او د برېکس په ګډون په څو اړخيزو ميکانيزمونو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ تقويه کړي.