د برېکس هېوادونو مشرانو د خپلمنځي همکاریو د تقويې او د څو اړخيزم د ساتلو غوښتنه وکړه
CMG2023/08/24 10:56:28
شريکول:

د برېکس هېوادونو ۱۵مه درې ورځنۍ سرمشريزه د اګست په ۲۳ مې نېټې د جنوبي افريقا په جهانيسبورګ ښار کې پیل شوه. 

د برېکس هېوادونو مشرانو یادې سرمشريزې ته په وينا کې له غړو هېوادونو غوښتي، چې خپلمنځي اقتصادي، سوداګريزې او پولي همکارۍ پياوړې کړي، سياسي او امنيتي همکارۍ دې پراخې او کلتوري تبادلې دې تقويه کړي او نړیوال اداري سيسټم دې اصلاح او څو اړخيزم دې وساتي.

د برېکس د رئيسه هېواد جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا په خپلې وينا کې ویلي، چې برېکس هېوادونه له ټولشموليت څخه ملاتړ کوي او د لاعادلانه او معقول نړيوال نظام د جوړولو په هڅه کې دي.

نوموړي ويلي، د برېکس غړي دې د نړيوالو اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او تخنيکي پرمختګونو د موندلو لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوال اداري سیسټم د اصلاح لپاره دې هر اړخيزې هڅې وکړي.

رامافوسا زياته کړې، برېکس هېوادونه به خپلمنځي بحثونه وکړي، چې څنګه کولی شي، چې په خپلمنځي سوداګريزو معاملو او پانګونو کې خپلې پيسې زياتې وکاروي.

د برازيل ولسمشر لولا په خپلې وينا کې د څواړخيز سوداګريز سيسټم د اعادې غوښتنه کړې او د برېکس هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې يې د ګډو پيسو کارول ډېر مهم بللي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ په انلاين ډول په يادې سرمشريزې کې ګډون کړی او په خپلې وينا کې يې ويلي، چې هېواد به یې په راتلونکي کال کې د برېکس د رئيسه هېواد په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزې او د خپلو پيسو د کارولو په ګډون ځينو موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د هند صدراعظم ناراندرا مودي په خپلې وينا کې ويلي، چې هېواد يې په برېکس کې د نويو غړو له ګډون څخه پوره ملاتړ کوي.