د اسيا د سپورټي لوبو او د اسيا د معلولينو سپورټي لوبو داوطلبانه چارې پيل شوې
CMG2023/08/24 15:15:43
شريکول:

 نن د اګست ۲۴ مه نېټه ده او د اسیا د سپورټي لوبو پيل ته پوره ۳۰ ورځې پاتې دي او ټاکل شوې، دغه لوبې به د راتلونکې مياشتې په ۲۳مې نېټې د چين په هانګ جو ښار کې پيل شي.

د اسیا د سپورټي لوبو او د اسيا د معلولينو لوبو د داوطلبانۍ چارو د پیل مراسم په همدې ورځ د چين د جه جيانګ پوهنتون د ځه جين ګانګ کېمپس په لوبغالي کې ترسره شول او ۱۸۰۰ داوطلبانو پکې ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې، د اسيا د سپورټي لوبو او د اسيا د معلولينو سپورټي لوبو د داوطلبانو د جلب او جذب چارې د ۲۰۲۱م کال په مې کې پيل شوې وې او ۳۷ زره او ۶ سوه داوطلبان ورته انتخاب شوي، چې زياتره يې د جه جيانګ ولایت د ۴۶ پوهنتونونو او پوهنځيو محصلين او کارکوونکي دي.

دغه داوطلبان به د سياليو، ریجيسټر، لارښوونې، ترجمې، تګ راتګ او معلومات ورکونې په ګډون په بېلا بېلو برخو کې په څه باندې ۹۰ لوبغالیو کې او همدارنګه  د یو شمېر ځانګړو کاري ډلو لپاره خدمتونه وکړي.