د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۴مه نېټه په جوهانيسبورګ کې د برېکس هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره وکتل.
شي جين پينګ په برېکس سازمان کې د ايران د شاملېدو په مناسبت ابراهيم رئيسي ته مبارکي وړاندې کړه. شي جين پينګ وويل، چين هيله لري چې د برېکس په شمول څواړخيزو سازمانونو کې له ايران سره همکارۍ پياوړې کړي او د څواړخيزم د سالم او قوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.
رئيسي وويل، ايران د چين لوړه ستاينه او مننه کوي چې چين په برېکس سازمان کې د ايران د شاملېدو ملاتړ کړی. نوموړي د شي جين پينګ څخه مننه وکړه، چې د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو او پخلاينې په چارو کې يې مهم رول لوبولی. رئيسي زياته کړه، چې ايران غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د لا پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.