ترکيې له داعش سره د همکارۍ په تور ۱۲ بهرنيان نيولي
CMG2023/08/24 11:20:54
شريکول:

د ترکيې خبري رسنيو د اګست په ۲۳مې نېټې خبر ورکړی، چې ترکي پوليسو په همدې ورځ د دغه هېواد په لوېديځ بورسا ښار کې له ترهګريز سازمان داعش سره د همکارۍ په تور ۱۲ بهرنيان نيولي دي.

راپورونه وايي، د ترکيې پوليسو له يادو کسانو سره د ډيجټلي تجهيزاتو په شمول ځيني شکمن توکي هم پيدا کړي دي.

د ترکيې پوليسو په تېرې جولای مياشتې کې هم د ترهګرۍ ضد دوو ځلو عملياتو کې له داعش سره د همکارۍ په تور ۳۱ بهرنيان نيولي وو.