شي جين پينګ: چين به تل د پرمختيايي هېوادونو څخه وي
CMG2023/08/24 20:34:25
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۴مه نېټه په جوهانيسبورګ کې د برېکس هېوادونو، افريقايي هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ډيالوګ په غونډه کې ګډون وکړ.

شي چين پينګ وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د نړيوالې ادارې په چارو کې د پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب ونډه او د خبرو حق پياوړی کړي او د پرمختيايي هېوادونو د لا ښه پرمختګ ملاتړ دې وکړي. نړيواله ټولنه بايد له رښتيني څواړخيزم ملاتړ وکړي، د نړيوال پرمختګ همکاريزې اړيکې دې ټينګې کړي او د ګډ پرمختګ لپاره دې امنيتي او ثابت چاپېريال برابر کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين له وړاندې پرمختيايي هېواد و، اوس هم دی او د پرمختيايي هېوادونو دايمي غړی به وي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې چين پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی او د پرمختګ لپاره يې لا زياتې سرچينې برابر کړې دي. چين د ۴ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه د نړيوال پرمختګ او د پرمختيايي هېوادونو د همکارۍ صندوق جوړ کړی. د چين پولي څانګه به د نړيوال پرمختګ وړانديز د عملي کېدو لپاره د ۱۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت ځانګړې پانګې برابرې کړي.