د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۲۳مې نېټې په ماسپښين په جوهانيسبورګ کې د برېکس هېوادونو د سرمشريزې په څنډې کې د سينګال له ولسمشر ماکي سالر سره کتلي دي.
نوموړي ويلي، چين او سنيګال له تېرو څو کلونو راهيسې په ګډو کوښښونو خپلمنځي سياسي اعتماد پياوړی کړی او د بېلا بېلو برخو همکاريو یې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
شي جين پينګ ويلي، چين د ملي ثبات او پرمختګ د ساتلو په برخو کې د سنيګال د هڅو ملاتړ کوي او له سنيګال سره به متقابل ملاتړ او د صنعت، کرنې، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د انساني سرچېنو د انکشاف په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د پرمختګ د حقه حقونو د خونديتوب لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې نورې هم ټينګې کړي.