چين او جنوبي افريقا ښېرازه راتلونکی لري
CMG2023/08/24 14:58:30
شريکول:

د چین او جنوبي افريقا مشرانو په تېرو څو ورځو کې په ګډه د ۱۱ همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون کړی، يوه ګډه اعلاميه یې هم خپره کړې او په یو شمېر برخو کې مهمو ګډو نظريو ته رسېدلي دي. د جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا هم د چين د دولت رئيس شي جين پینګ ته”د جنوبي افريقا مډال“ چې د دغه هېواد تر ټولو لوړ او وياړمن نښان بلل کېږي، ورکړی دی. دغه لاسته راوړنې د چين او جنوبي افریقا ترمنځ د اړيکو د طلايي پړاو تر ټولو ښې بېلګې دي.

روان کال د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵مې کليزې سره برابر دی. له ۲۵ کلونو راهيسې دوه اړخيزې اړيکې د نړيوالو بدلونونو پر وړاندې له همکاريزو او ستراتيژيکو اړيکو څخه د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدل شوې دي. دا څلورم ځل دی چې شي جين پینګ د چين د دولت رئيس په توګه له دې هېواد څخه ليدنه کوي. د دواړو هېوادونو مشرانو پر ځايي وخت د اګست په ۲۲مه نېټه په خبرو اترو کې پر دې موافقه کړې چې نوي پړاو ته د دوه اړخيزو اړيکو د داخلېدو لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.

د جنوبي افريقا خبري رسنيو او د برېټانيا د فایننشل ورځپاڼې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د اړيکو مثبته ارزونه وکړه. د شنونکو په اند د يادو دوو هېوادونو مشرانو د برېکس هېوادونو د مشرانو له ۱۵م ملاقات نه مخکې يو له بل سره خبرې اترې وکړې چې همدا به د دواړو خواوو د ګډو نظريو او د برېکس هېوادونو په سرمشريزې کې د لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره ګټوره وي.

ولې د چین او جنوبي افريقا ترمنځ اړيکې پياوړې او دوستۍ يې ټينګې دي، کلیدي لامل يې دا دی چې دواړو هېوادونو او ګوندونو پر پرمختیايي لوري يو له بل سره ژوره دوستي ټينګه کړې ده. ۲۵ کلونه تېر شوي دي، د نوي حالت پر وړاندې دغه دوه اړخيزې اړيکې څنګه لا پرمختګ ومومي؟ رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره ويلي چې چين او جنوبي افريقا بايد يو د بل د باور وړ ستراتيژيک همکاران، د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره پرمختیايي او دوستانه همکاران او د عدالت د ساتلو لپاره نړيوال همکاران وګرځي.  د شي جين پینګ دغه وړانديز د اوسنيو نړيوالو حالاتو د معلومولو پر بنسټ د دوه اړخيزو همکاريو لاره په ګوته کړې ده.

پرمختګ د دواړو هېوادونو ګډه دنده ده او دواړه خواوې هم په يو لوري روان دي. جنوبي افريقا لومړی داسې افریقايي هېواد دی چې د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې يې ګډون کړی و، او په مسلسلو ديارلسو کلونو کې په افريقا کې د چين لومړی لوی سوداګريز همکار هم دی. د جنوبي افریقا ځيني ځانګړي توليدات په چين کې د هرکلي وړ ګرځېدلي او په جنوبي افريقا کې د چيني تصدیو له خوا جوړه شوې برېښنايي پروژې درې لکو کورنيو ته برېښنا برابر کړې او کوي يې. په ورته وخت کې جنوبي افريقا په افريقا کې د چيني تصديو د پانګونې تر ټولو لويه موخه هم ده او تر اوسه پورې په دې هېواد کې د چيني تصديو د پانګونې ارزښت له ۲۵ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او جنوبي افريقا ته يې څه باندې څلور لکه کاري فرصتونه برابر کړي دي. د روان کال په لومړي نيمايي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پر تله په سلو کې ۱۱ اعشاريه اووه زيات شوی دی.

اوس مهال چين د چيني شکله عصري کېدو د پرمخ بېولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي، څو چیني ملت بیا سمسور شي. په ورته وخت کې جنوبي افريقا د هغه عصري لارې د موندلو لپاره هڅې کوي چې له خپلو مشخصاتو سره به سمون ولري. ولسمشر رامافوسا وويل چې د چين پانګونې او همکارۍ د جنوبي افريقا د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی دی، نوموړی همدارنګه هيله وښوده چې زياتې چيني تصدۍ د پانګونې لپاره جنوبي افريقا ته لاړ شي.

 د جنوبي افریقا ځينو خبري رسنيو دې ته په اشارې سره ويلي، چې په دې حال کې چې د هېواد اقتصادي پرمختګ کمزوری او د بې کارۍ کچه لوړه ده او د برېښنا برابرول له کمښت سره مخ دی، له چين سره ګډې همکارۍ د جنوبي افريقا د سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره ګټوره ده.

د چين او جنوبي افريقا ترمنځ اړيکې طلایي پړاو ته داخلې شوې او روښانه راتلونکی لري. له جنوبي افريقا څخه د رئيس شي جين پینګ د ليدنې لاسته راوړنې به هم د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د پراخوالي، د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره به خوځښت راوړي