سي اېم جي او د جنوبي افريقا راډيو شرکت به د لړيزو مستندو فلمونو د جوړولو همکارۍ پيل کړې
CMG2023/08/24 15:00:53
شريکول:

سي اېم جي او د جنوبي افريقا راډيو شرکت د اګست په ۲۳مې نېټې اعلان کړی، چې دواړه ادارې به د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ په عنوان لړيز مستند فلمونه جوړ کړي او د دواړو هېوادونو د ټينګې دوستۍ او د ګډ برخليک د ابادۍ کېسې به پکې ثبت او خوندي وساتي.

د سي اېم جي مشر شن های شيونګ او د جنوبي افريقا راډيو مالي مسئول يولنډي وان بيلجون هم د يادو فلمونو د جوړونې د پيل په مراسمو کې ګډون کړی و او د دواړو ادارو اړوند مسئولينو د نوموړو مشرانو په حضور کې تړونونه لاسلیک کړي دي.

شن های شيونګ په خپلې وينا کې هيله ښودلې، چې دواړه خواوې د دغو مستندو فلمونو د جوړولو له لارې د هراړخيزې همکارۍ نوی شکل جوړ کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابل تفاهم او د کلتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.