شي جين پينګ د نړيوال نظم په بهير کې د برېکس مثبتې انرژۍ بيان کړې
CMG2023/08/25 12:06:15
شريکول:

 

د برېکس هېوادونو پنځلسمه سرمشریزه غونډه د جنوبي افريقا په جوهانسبورګ کې تر سره شوه. د جنوبي افريقا ولسمشر ماټاميلا سيريل رامافوسا د دغې غونډې مشري وکړه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ، د برازيل ولسمشر لويز اناسيو لولا ډا سيلړا، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټين "د برېکس هېوادونه او افريقا: د دوستانه اړيکو د ژورتيا، د ګډ پرمختګ هڅونې، د دواملرونکي پرمختګ او د ټولشموله څو اړخيزم پياوړتيا" تر عنوان لاندې د برېکس هېوادونو د همکاريو او د ګډو علاقې وړ مهمو نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او پراخې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې. شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د برېکس هېوادونه د نړيوال نظم د جوړولو مهم ځواک دی او په نړۍ کې دې لا زيات ثبات او مثبتې انرژۍ واچوي.

برېکس په نړيوال نظم کې څه مقام او رول لري؟

برېکس د نړيوالو همکاريو ميکانيزم دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې جوړ شوی. برېکس له پيله د سياست او اقتصاد سربېره د خونديتوب، ساينس او ټکنالوژۍ، کرنيزو چارو، فرهنګ او تعليم په شمول زياتو ساحو کې همکارۍ جوړې کړې دي. په ياده غونډه کې د برېکس د پنځو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره په دې نظر دي، چې اوسنۍ نړۍ د ګډوډۍ په شتون سره د اصلاحاتو په درشل کې ده. شي جين پينګ په دې هکله ويلي، چې د برېکس هېوادونه د نړيوال نظم د جوړولو مهم ځواک دی. موږ بايد په خپله خوښه د پرمختګ لاره وټاکو، په ګډه دې د پرمختګ د حقونو او ګټو ساتنه وکړو او د عصري کېدو پر لوري روان يو، چې دا د انسانانو او ټولنې د پرمختګ لوری څرګندوي او هرومرو به د نړۍ د پرمختګ پر بهير اغېزه وکړي.

شي جين پينګ په ځانګړې توګه ويلي، چې د برېکس هېوادونه د مهمو نړيوالو مسئلو په هکله تل په عادلانه توګه دريځونه غوره کوي، د بهرنيو فشارونو په هکله سازش نه کوي، بې ځايه د نورو هېوادونو رټل نه کوي. دغه څرګندونې د زياتو نويو سمسورو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د زړه خبرې دي.

شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د همکاريو لپاره څه نوي تدبيرونه وړاندې کړي؟

شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د برېکس هېوادونو تر منځ همکارۍ په کليدی پړاو کې دي. برېکس هېوادونه بايد په خپله او په ګډه د پیاوړتیا باور ټينګ کړي، په بېلا بېلو ساحو کې دې همکارۍ پياوړې کړي، د باکيفيته دوستانه اړيکو هڅونه دې وکړي، د نړيوالې ادارې د عادلانه او معقوله کېدو لوري دې پرمخ یوسي. په دې هکله شي جين پينګ د پرمختګ، خونديتوب او تمدنونو په شمول ساحو کې څو واقعي تدبيرونه وړاندې کړي دي.

چين به برېکس ته څه خدمتونه وکړي؟

چين تل غواړي د برېکس هېوادونو د پرمختګ باور راغونډ کړي، د يووالي او واقعي همکاريو هڅونه کوي. شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د برېکس هېوادونو د توليد چارو د تبادلې او همکارۍ لپاره دواملرونکي ميکانيزم جوړ کړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا عملي کېدو لپاره د توليدي چارو د نښلولو او د همکاريو ډګرونه برابر کړي. چين به د دغه هېواد او د برېکس هېوادونو لپاره په نوې زمانه کې د ساينس او ټکنالوژۍ له لارې د ښو پلانونو د رامنځته کولو مرکز جوړ کړي څو د ساينس او ټکنالوژۍ د لاسته راوړنو لپاره بنسټ ټينګ کړي، د برېکس هېوادونو د لرې کنټرول سپوږمکيو په چارو کې د ډیجيټل او کارونې همکاريز ډګر جوړ کړي او د بېلا بېلو هېوادونو کرنيزو چارو، ايکولوژۍ، د مصيبتونو کمولو په ساحو کې ډیجيټلي ملاتړ برابر کړي.

شي جين پينګ وړانديز کړی، چې برېکس هېوادونه به د تعليم په چارو کې همکارۍ پياوړې کړي، او هم به د ډیجيټلي ښوونې په چارو کې همکاريز ميکانيزم جوړ کړي.