د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د برېکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم پای مراسمو او د برېکس هېوادونو ۱۵مې سرمشريزې ته ويناوې کړې دي.
د نړۍ کارپوهان په دې اند دي، چې د شي جين پينګ اوسنيو ويناوو، د نړیوال ورخلاصون، پرمختګ او همکاريو لپاره خوځنده ځواک او د باور فضا برابره کړې او د سوله ييز پرمختګ د پياوړتيا په برخه کې يې د چين او نړۍ مسئولانه رويه ښکاره کړې ده.
د ګيني بيساو بهرنيو چارو وزير پيرېلا د برېکس هېوادونو صنعتي او سوداګريز فورم د پای مراسمو ته د شي جين پينګ د وينا ستاينه کړې او په خبره يې، د نوموړي وينا دوی ته د يوې نوې نړۍ د جوړولو باور ورکړی دی.
د وېنزويلا د پارلمان غړي جوليو چاوېس د برېکس هېوادونو ۱۵مې سرمشريزې کې د شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د نظر ستاينه کړې او په خبره يې، د برېکس همکاریز ميکانيزم هم پر همدې ټکي ټينګار لري، چې بېلا بېل هېوادونه باید يو له بل څخه ملاتړ او ګډ پرمختګ وکړي.
د جنوبي افريقا، برازيل، ارجنټاين او بنګلادېش يو شمېر شخصيتونو هم د شي جين پينګ ويناوې ستایلې دي.