د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا په جوهانيسبورګ ښار کې په ګډه د چين او افريقا د مشرانو ترمنځ د ډيالوګ مشري کړې ده.
په دغه ډيالوګ کې د افريقايي سازمانونو او هېوادونو مشرانو هم ګډون کړی و.
شي جين پينګ په دغه ډيالوګ کې « د عصري پرمختګ په پار يو بل ته لاسونه ورکوو او د چين او افريقا ښه راتلونکی ابادوو» په عنوان وينا کړې او د چين او افريقا ترمنځ د راتلونکي پړاو د همکاريو د پیاوړتيا په اړه يې ۳ تدبيرونه اعلان کړي دي.
د نوموړي د يادو تدبیرونو له مخې به، چين د افريقا د صنعتي کېدو د ملاتړ وړانديز وکړي، د کرنيزو چارو د عصري کېدو پلان په تطبيق کې به ورسره مرستې وکړي او د چين او افريقا د مستعدو وګړو د روزنې همکاريز پلان به عملي کړي.
د دغه ډيالوګ برخوالو افريقايي مشرانو د شي جين پينګ د يادو تدبيرونو ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې ياد تدبيرونه د دې ښکارندويي کوي، چې چين د افريقا رښتينی ملګری دی.
دوی ويلي، افريقا د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن په اړه د شي جين پينګ د وړانديزونو پوره ملاتړ کوي او غواړي د افريقايي ټولنې د ۲۰۶۳م کال اجنډا او د بېلا بېلو افريقايي هېوادونو د پرمختګ ستراتيژۍ د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز سره ونښلوي.
دغه ډيالوګ په پای کې د چين او افريقا د مشرانو ګډه اعلاميه تصويب او خپره کړې ده.