برېکس د غړو له زياتوالي وروسته د باکيفيته پرمختګ په لار
CMG2023/08/25 14:26:48
شريکول:

د برېکس هېوادونو د ۱۵مې سرمشريزې مطبوعاتي غونډه د اګست په ۲۴مې نېټې د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ ښار کې تر سره شوه او په برېکس سازمان کې يې د سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو، ارجنټاين، ايران او اتوپيا د غړيتوب خبر ورکړی دی.

کارپوهان د برېکس د غړو زياتوالی د يادې سرمشريزې له مهمو لاسته راوړنو بولي او دغې چارې له پرمختيايي هېوادونو سره د دغه سازمان د يووالي او همکارۍ هوډ څرګند کړی دی.

کارپوهان وايي، د برېکس نوي شپږ غړي خپل صنعتي غوره والی لري او په دغه سازمان کې د دوی ګډون به د توليد، غلودانو، انرژۍ او خدمت په برخو کې د برېکس هېوادونو صنعتي جوړښت لا بشپړ کړي او د برېکس د همکاريو بالقوه وړتيا به په خوځښت راولي.

چين د برېکس هېوادونو په پنځلسمې سرمشريزې کې د اقتصادي، سوداګريز او پولي تګ راتګ په تېره بيا د ډيجيټلي اقتصاد، زرغون اقتصاد او عرضې ځنځير په برخو کې د همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

بېجينګ پلان لري، چې د چين او برېکس هېوادونو د ټېکنالوژيک نوښت زون او د لرې کنټرول سپوږمکيو د معلوماتو او استفادې په اړه د برېکس هېوادونو د همکاريو ډګر جوړ کړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت له لارې د برېکس همکاريو ته باکيفيته پرمختګ ورکړي.

د پرمختيايي هېوادونو د خبرو حق لوړوالی د برېکس هېوادونو د باکيفيته همکاريو يوه برخه ده. د نوي پرمختګ بانک تر اوسه د برېکس غړو هېوادونو د نژدې سلو پروژو لپاره ۳۵ ميليارډه امريکايي ډالره پورونه برابر کړي دي.

نوموړی بانک د لوېديځو هېوادونو په مشرۍ له نړيوال پولي سيستم پرته بل انتخاب بلل کيږي.