د برېکس د غړو هېوادونو د پراختیا په اړه د بېجينګ نظر
CMG2023/08/25 12:42:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۲۴مې نېټې د برېکس سازمان د غړو هېوادونو د پراختيا په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

د برېکس هېوادونو ۱۵مې سرمشرېرې غونډې پرېکړه کړې، چې په دغه سازمان کې به نويو غړيو ته ځای ورکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د برېکس د غړو هېوادونو د پراختيا مشخص وضعيت معرفي کړي، چې د برېکس هېوادونو پنځلسمه سرمشرېزه غونډه د اګست له ٢٢مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د جنوبي افريقا په جوهانسبرګ ښار کې تر سره شوه، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ هم پکې ګډون کړی و. رئيس شي جين پينګ او د برېکس نورو مشرانو موافقه کړې، چې سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات، ارجنټاين، ايران او اتوپیا ته د برېکس غړيتوب ورکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند يادو هېوادونو ته د برېکس د غړیتوب مبارکي ويلې ده!

نوموړي ويلي، چې د برېکس د غړو هېوادونو پراخېدل خورا تاریخي اهمیت لري، له پرمختيايي هېوادونو سره د برېکس د همکاريو هوډ څرګندوي، د نړيوالې ټولنې تمې پوره کوي او دا چاره د نويو سمسور شويو اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري. هغه زياته کړه، چې د برېکس د غړو هېوادونو پراخېدل د غړو هېوادونو تر منځ د همکاريو نوی پیل بللی او په وينا يې، دا چاره به د برېکس میکانیزم ته نوی ځواک ورسوي او د نړيوالې سولې او پرمختګ ته به پياوړی ځواک ورکړي.

(ژباړه: شکريه)