شي جين پينګ: چين او افريقا دې په ګډه د عصري کېدو بهير چټک کړي
CMG2023/08/25 09:36:03
شريکول:

 د چین دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۲۴مې نېټې په شپه په جوهانسبرګ کې د جنوبي افريقا له ولسمشر سيريل رامافوسا سره ليدلي او په ځينو مسئلو ورسره غږېدلی دی.

دواړو سیالو مشرانو د يادې لېدنې مشري کړې ده.

شي جين پينګ ويلي، چې په راتلونکي کال کې به په چين کې د چين او افريقا د همکاريو د راتلونکې دورې فورم تر سره شي او دواړه هېوادونه به د راتلونکي پرمختګ د پلانونو په اړه بيا بحثونه وکړي.

نوموړي باور ښودلی، چې چين او افريقا به عنعنوي دوستي نوره هم پياوړې کړي، خپلمنځي یووالی او همکارۍ به ژورې او په بېلا بېلو برخو کې به د همکاريو پياوړتيا ته وده ورکړي.

شي جين پينګ زیاته کړې، چې چين او افريقا دې په ګډه د عصري کېدو بهير چټک او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره دې ښه راتلونکی جوړ کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د پرمخبيولو لپاره دې يوه نمونه جوړه کړي.