د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د اګست په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې دغه هېواد په تېرو لسو کلونو کې له ۱۵۲ هېوادونو او ٣٢ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تر٢٠٠ ډېر همکاريز سندونه لاسليک کړي. د چين او اروپا د اورګاډي پټلۍ، د چين له لوېديځې سيمې څخه نوی ځمکنی او سمندري دهليز او د چين-لاوس د اورګاډي پټلۍ په شمول يو شمېر مشهورې پروژې په برياليتوب بشپړې شوې دي.
له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې، د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت او غیر مالي مستقیمې پانګونې هر کال په جلا جلا ډول ۸.۶ سلنه او ۵.۸ سلنه زياتوالی موندلی او د پانګونو عمومي اندازه يې له ۲۷۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده.
(ژباړه: شکريه)