د جاپان حکومت د بې شمېره خلکو له احتجاج سره سره د اګست د ۲۴مې نېټې په ماسپښين په زور سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو بهير پيل کړی دی. په حقیقت کې دا ورځ د نړۍ پر سمندري چاپيريال د ناورين ورځ بلل کيږي.
د توکيو برېښنايي شرکت به د پلان له مخې سمندر ته په ۱۷ ورځو کې ۷ زره او ۸۰۰ ټنه او په روان کال کې به سمندر ته ۳۱ زره او ۲۰۰ ټنه اټومي ککړې اوبه خوشې کړي.
د کارپوهانو د اټکل له مخې، په جاپان کې شاو خوا يو ميليون او ۳۰۰ زره ټنه اټومي ککړې اوبه زېرمه شوي او سمندر ته د دغو اوبو د خوشې کېدو وخت ښايي له ۳۰ – ۵۰ کالونو وخت ونیسي.
اټکلونه او څېړنې ښيي، چې دغه اټومي ککړې اوبه ښايي د ۲۰۲۶م کال په نومبر کې د شمالي امريکا بحري سيمو ته ورسيږي او نژدې شمالي آرام سمندر به هم تر پوښښ لاندې راولي.
ايا په دغه اوږمهالي بهير کې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو ماشينونه عادي او اغېزمنې چارې ترسره کولی شي او ايا جاپان د دغه بهير د ادارې او څار مناسب تدبيرونه او ميکانيزمونه چمتو کړي؟
جاپان تراوسه دغو پوښتنو ته ځوابونه نه دی ورکړی.
د همدغسې جاپان پر وړاندې، چې خپل زيانونه پر نورو تپل غواړي، نړيوال بايد هوښيار او بيدار واوسي.
جاپان به د خپلې ناوړې کړنې له امله د نړيوالو له سختو غندنو، د بېلا بېلو هېوادونو له ټينګو مخالفتونو او د جبران غوښتنې سره مخ شي.