ایران او سعودي عربستان به په راتلونکو ۲ اوونیو کې یو بل ته لوی سفیران وليږي
CMG2023/08/25 14:55:31
شريکول:

 د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير علي باقري د اګست په ۲۴مې نېټې له ايراني رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې هېواد يې له امريکا سره په کوريا جمهوریت کې د خپلو شتمنيو د کنګل کېدو په اړه خبرې کولې، نو هممهاله يې په عراق کې د خپلو کنګلو شتمنيو مسئله هم ورسره ياده کړې ده.

 باقري ویلي، چې په عراق کې د امریکا لخوا د ايران د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو بهیر پیل شوی دی.

نوموړي ويلي، چې ایران او سعودي عربستان به په راتلونکو ۲ اوونیو کې یو بل ته لوی سفیران واستوي او په وينا يې، ایران د سیمې له هېوادونو سره باثباته اړیکې درلودلې او د سیمې هېوادونو د سیاست، اقتصاد او امنیت په برخو کې همکارۍ کړي او ګډې ګټې يې تر لاسه کړې دي.