جاپان د اګست په ۲۴مې نېټې، سمندر ته د فوکوشيما د لومړي اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د ايستنې عملیات پيل کړي دي.
نړيوال کارپوهان په دې اند دي، چې سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو ايستنه د جاپان کورنۍ او کوچنۍ چارې نه دي، بلکې دا له سمندري چاپېريال او د خلکو روغتیا سره نېغې اړيکې لري.
د جاپان په ګاونډي هېواد کوريا جمهوريت کې د جاپان د يادې کړنې ضد خلکو دوامدار احتجاج کړی او د جاپان د يادې کړنې په اړه يې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د کوريا جمهوريت د چاپېريال ساتنې ټولنو او ښاري مدني ټولنو د اګست په ۲۴مې نېټې د دې هېواد په بوسان ښار کې احتجاجي فعاليت او لاريون تر سره کړی دی.
لاريونوالو له ځان سره شعارونه لېږدول، چې پر ډېرو شعارونو يې((سمندر ته ککړې اوبه مه خوشې کوئ)) ـ زمونږ سمندر خوندي کړئ) ليکل شوي وو.