شي جين پينګ د برېکس د غړو زياتوالی د نړۍ د سولې او پرمختګ د قوت پراختيا بللې
CMG2023/08/25 16:35:29
شريکول:

د برېکس هېوادونو د ۱۵مې سرمشريزې مطبوعاتي غونډه د اګست په ۲۴مې نېټې د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ ښار کې تر سره شوه او په برېکس سازمان کې يې د سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو، ارجنټاين، ايران او اتوپيا  د غړيتوب خبر ورکړی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د برېکس د غړو زياتوالی ارزښتناک او يوه تاريخي چاره بللې او په وينا يې، دغې چارې له پرمختيايي هېوادونو سره د دغه سازمان د يووالي او همکارۍ هوډ څرګند کړی دی.

برېکس يو نړيوال همکاريز ميکانيزم دی، چې په ۲۰۰۶م کال کې جوړ شوی دی.

د برېکس “BRICS” نوم د برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا د نومونو له لومړيو تورو رغېدلی دی.

د برېکس په ۱۵مې سرمشريزې کې څه باندې ۲۰ هېوادونو د دغه سازمان د غړيتوب غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

شي جين پينګ په يادې سرمشريزې کې په اشارې ويلي، چې نړۍ د نارامۍ او بدلونونو مودې ته داخله شوې او برېکس هېوادونه پکې د نړيوال شکل د جوړولو رول لوبوي او د انساني ټولنې د پرمختګ د لوري استازيتوب کوي، چې دا به د نړيوال پرمختګ پر بهير ژورې اغېزې وکړي.