د افریقا عصري کېدل دې څه ډول وي او شي جين پينګ یې په اړه څه نظر لري؟
CMG2023/08/26 15:05:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جنوبي افریقا ولسمشر ماتاملا کريل رامافوسا پر ځايي وخت د اګست د ۲۴مې په مازديګر د جنوبي افريقا په جوهانسبورګ کې په ګډه د چين او افريقا ترمنځ د مشرانو د ډيالوګ مشري وکړه. شي جين پينګ د ((په ګډه د عصري کېدو پرمخبېول او د چين او افريقا د روښانه راتلونکي برابرول )) تر عنوان لاندې يوه مهمه وينا وکړه. د افريقا عصري کېدل دې څه ډول او د دواړو خواوو ترمنځ همکاريزه نقشه  دې څرنګه وي؟

افريقا به له چيني شکله عصري کېدو څخه څه تجربې زده  کړي؟

په اوسنۍ نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلي او له پرمختيايي کسر، امنيتي ننګونو او تمدني کشالو سره مخ ده. چين او افريقا د عصري کېدو د پرمخ بېولو له لارې د زمانې له ستونزو او ننګونو سره مقابله کوي. شي جين پينګ په خپله وينا کې  وویل، موخه مو دا ده چې د روانې پېړۍ تر منځنۍ لسيزې پورې يعنې د نوي چين د جوړېدو تر سلمې کاليزې پورې هېواد مو يو شتمن، ډيموکراتيک، تمدني،  هوسا او ښکلی سوسياليستي عصري هېواد وګرځي. چيني شکله عصري کېدل د لوېديځو هېوادونو له عصري کېدو سره فرق لري او  همدا ده، چې پکې به يو ميليارډ او څلور سوه مليونه چينايان ګډ شتمن شي، انسانان او طبیعت دې په  هوسا توګه او ګډه توګه موجود وي، چينايان دې د استعمار پر ځای په سوله ييزه توګه هدفونه تر  لاسه او مادي تمدن به له روحاني تمدن سره يو ځای شي.

د افريقايي هېوادونو ټولنې د ۲۰۶۳ کال لپاره پرمختيايي  اجنډا جوړه کړې او غواړي چې يوه سوله ييزه،  یو موټې، سمسوره او خپلواکه نوې افريقا اباده کړي.شي  جين پینګ د عصري کېدو په هکله د دواړو خواوو د ګډو غوښتنو او هیلو پر بنسټ په ياد ډيالوګ کې  وویل، چې د عصري کېدو موخې د تر سره کولو لارې چارې ډېرې دي، خو څه ډول پرمختيايي لاره له افريقا سره سمون لري؟ افريقايان پرې ښه پوهيږي. د افريقايي هېوادونو د سره يو ځای کېدو پرمخ بېول د عصري کېدو لپاره د دغو هېوادونو او خلکو له خوا انتخاب شوې لاره ده او چين تل له هغوی څخه ټينګ ملاتړ کوي. دغه نظر د چيني شکله عصري کېدو په هکله د افکارو مشخصه ښکارندويي کوي. د چين له پرمختيایي تجربو څخه ښکاري، چې که څه هم چين د لوېديځو هېوادونو د عصري کېدو لاره تعقيب نه  کړې نه ده، خو بيا یې هم د عصري کېدو موخه تر  لاسه کړې.

د عصري کېدو ښکلې هيله څنګه رښتيا شي؟

اوس مهال نړۍ د ګډوډۍ او بدلېدو په حال کې ده. بېلا بېل هېوادونه د ګډ برخليک همداسې ګډه ټولنه ده، چې که يو هېواد پرمختګ ومومي، نو نورو هېوادونه به ترې ګټې واخلي، خو که يو هېواد زيانمن شي، نور هېوادونه به هم زیانمن شي. چيني او افريقايي خلک هيله لري، چې يوه دايمي سوله يیزه او خوندي نړۍ جوړه کړي او يوه ګډه سمسوره، پرانيستې او ټولشموله او پاکه عصري ټولنه اباده کړي. د رئيس شي جين پینګ په اند که مونږ غواړو، چې د عصري کېدو موخه تر  لاسه کړو، نو چين او افريقا بايد د ښه پرمختيايي چاپيريال د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي. هغه په خپلو خبرو کې  زیاته کړه، چې مونږ  باید واقعي څو اړخيزم پلی کړو او له استعمار او ډول ډول بادارۍ سره مخالفت وکړو، ترڅو نړيوال نظام په لا معقوله او عادلانه لوري روان شي.په ورته وخت کې هغه وړانديز  وکړ، چې افريقايي هېوادونه دې د خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافونه لېرې کړي او د همکاريو له لارې کشالې له منځه یوسي، په سياسي لارو چارو د تودو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حل وفصل لپاره ګډې هڅې وکړي، نړيواله سوله او ثبات وساتي او په افريقا کې د ټوپکونو د اوازونو د له منځه وړلو لپاره نه ستومانه کېدونکي  هڅې وکړي. ده همداراز وویل،  چې  موږ دې په ګډه پرانيستی او ټولشموله نړيوال اقتصاد اباد کړو، تر څو پرمختيایي هېوادونه په نړيوال صنعتي ځنځير کې ګډون وکړي او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه برخمن شي.

چين به د افريقا د عصري کېدو لپاره څه کارونه وکړي؟

شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل له افريقا څخه ليدنه وکړه او د افريقا  په اړه يې هغه تګلاره غوره کړې، چې چين په مساوي توګه له افريقا سره چلند کوي، يو له بل سره مرسته کوي او يو بل د  باور وړ او صادقانه دوستان او همکاران بولي. له لسو کلونو راهيسې چين له افريقا سره ډېرې مرستې کړې او د څه باندې شپږ زرو کيلو مترو ريل پټليو، د څه باندې شپږ زرو سړکونو او څه باندې اتياوو لويو برېښنايي تأسيساتو په جوړولو او رغولو کې يې ګډون کړی دی. په افريقا کې د چين د پانګونې موخه يوازې د افريقا د خپلواک پرمختيايي توان پياوړتيا ده.

په دې ډيالوګ کې شي جين پينګ همدارنګه  وویل، چې چين غواړي د افریقا د عصري کېدو په لوري ګامونه پورته کړي او دغه راز يې د افريقا د پرمختګ په موخه  ور سره د مرستو لپاره يو لړ پلانونه هم خپاره کړي دي. چين تل د افریقا د عصري کېدو لپاره واقعي هڅې کړې او کوي يې.