د فيجي خلکو سمندر ته د جاپان د ککړو ذروي اوبو د ايستنې ضد لاريون وکړ
CMG2023/08/26 11:02:21
شريکول:

د فيجي په پلازمينه سووا کې په سلګونو خلکو د اګست په ۲۵مه سمندر ته د جاپان د ککړو ذروي اوبو د ايستنې ضد لاريون وکړ.

په همدې ورځ په سلګونو خلکو د جاپان د حکومت سخت احتجاج وکړ، چې د فوکوشيما له  ذروي برېښناکوټ څخه سمندر ته د ککړو ذروي اوبو د ايستنې چارې پيل کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل ، چې د ارام سمندر د ايکولوژۍ او د راتلونکو نسلونو د ګټو ساتلو لپاره کار وکړي.