د تاس اژانس د اګست په ۲۵مه د روسیې د ولسمشر د مطبوعاتي وياند ډميټري پيسکوف له قوله خبر ورکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتین به د جي شل ډلې (G20) په ۱۸مه سرمشریزه کې، چې په راتلونکي سپتمبر کې به په هند کې جوړه شي، ګډون ونه کړي.
پيسکوف وويل، چې پوتین اوس د کارونو زيات ترتيبات لري او په عمده ډول ځانګړو نظامي عملياتو ته پاملرنه کوي، نو په ياده غونډه کې د ګډون پلان نه لري.