چين: نړيواله ټولنه دې په ګډه له جاپاني حکومت د اټومي ککړو اوبو د نه خوشي کولو غوښتنه وکړي
CMG2023/08/26 10:34:16
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي جنګ شوانګ د اګست په ۲۵ مه وويل، چين له نړیوالې ټولنې  غواړي، چې په ګډه له جاپاني حکومت څخه وغواړي، چې ناسمه پرېکړه لغوه او سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشي نه کړي، دغه راز باید په مسئولانه توګه دغه ستونزه حل کړي او د نړیوالو روغتيا ته باید زيانونه ونه رسوي.

ګنګ شوانګ دغې خبرې په همدې ورځ د جاپان لخوا د اټومي ککړو اوبو د ايستلو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې ته په وينا کې وکړې. نوموړي د جاپاني حکومت پرېکړه خود  غرضه بللې او ويلي يې دي، چې ۱۲ کاله وړاندې د جاپان په فوکوشيما اټومي برېښناکوټ کې سخته پېښه وشوه، چې له امله يې سمندر ته ګڼ شمېر راډيو اکټيو مواد خوشي شوي دي. ۱۲ کاله وروسته جاپاني حکومت يوځل بيا د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره سره بيا هم په زور سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو چارې پیل کړي، چې د سيمې خلکو او آن نړیوالو ته په دوهم ځل زيانونه رسوي او د ارام سمندر د ټاپوګانو په ګډون ټولې نړۍ ته خطرونه پېښوي.