د نايجر پوځ د ډيپلوماسۍ او همکارۍ ادارې د اګست په ۲۵ مه په يوې اعلاميې کې په دغه هېواد کې د فرانسې له لوی سفير غوښتي، چې په ۴۸ ساعتونو کې له نايجر ووځي.
اعلاميه وايي، د فرانسې لوی سفير څو ځلې د نايجر پوځ د بهرنيو چارو وزير له ليدنې څخه ډډه کړې او فرانسې څوځلې د نايجر د ملي ګټو پر خلاف خبرې کړي، نوځکه د نايجر پوځ له فرانسوي سفير څخه غواړي، چې په ۴۸ ساعتونو کې له نايجر ووځي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۵ مه له فرانسوي رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل، د نایجر پوځ حق نه لري، چې له فرانسوي سفير د وتلو غوښتنه وکړي.