چين له نړيوالې ټولنې غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي
CMG2023/08/26 10:31:00
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اګست په ۲۵مه د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد په پرانيستې غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه  وغوښتل، چې د ترهګرۍ  پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي،  د ترهګرۍ ضد مسئلې د سياسي کېدو مخه ونيسي او د ترهګرۍ د رامنځته  کېدو اصلي سرچينې له منځه یوسي.

ګنګ شوانګ وويل، چې بېلا بېلې خواوې بايد  په ترهګرۍ ضد فعاليتونو کې د ملګرو ملتونو د مرکزي او همغږي کوونکي رول  پلوي وکړي، په هراړخيزه توګه دې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او امنيت شورا اړوند پرېکړه ليکونه او «د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو نړيواله ستراتيژۍ» دې پلې کړي او د ترهګرۍ ضد پراخه او متحده ټولنه دې جوړه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې په وروستۍ يوه مياشت  کې په پاکستان او ايران کې تروريستي پيښې رامنځته شوي، چې له امله يې  ډېرې مرګژوبلې  اړولې دي. له دې ښکاري، چې د ترهګرۍ ضد دندې لا هم سختې دي، نو نړيواله ټولنه بايد يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او تر وسې پورې دې د ترهګرۍ د  پراخېدو مخه ونيسي.