د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۵مه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په همدې ورځ په یوه مطبوعاتي غونډه کې د چين د تايوان سيمې مرستيال لای چينګ ده لخوا د تايوان د خپلواکۍ نظريې د خپرېدو په هکله وویل، چې پاکستان د تايوان مسئلې په هکله همېشنۍ او اصولي تګلارې لري.
بلوڅ وويل، چې پاکستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او تايون سيمه د چين ولسي جمهوريت يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي.