د بوليويا پخوانی خارجه وزير: برېکس د زیاترو مخ پر ودې هېوادونو له هيلو سره مطابقت لري
CMG2023/08/26 12:09:45
شريکول:

د بوليويا پخواني خارجه وزير فيرناندو وناکوني خبري رسنيو ته ويلي، د برېکس همکاریز ميکانيزم پر عملي همکاريو ټينګار لري، څواړخيزم ساتي او د زياترو مخ پر ودې هېوادونو له هيلو سره مطابقت لري.

نوموړي د برېکس هېوادونه د نويو راڅرګندېدونکو بازارونو او مخ پر ودې هېوادونو استازي بللي او ويلي يې دي، چې له برېکس سره د لاتينې امریکايي هېوادونو مخ پر نږدې کېدونکې اړیکې د دغو هېوادونو ګډه هيله ښکاره کوي.

وناکوني وويل، امريکا باداري کوي، د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي او د لاتيني امریکا د هېوادونو پرمختګ يې له خنډونو سره مخ کړی دی. نوموړي زیاته کړه، چې بولیویا غواړي د لوېديځو له بادارۍ او ايډيالوژۍ څخه ځان خلاص کړي، په مساوي ډول او په وقار سره د نړيوال پرمختګ په جريان کې برخه واخلي او د خپل ملي حاکميت او اقتصادي خپلواکۍ د ساتلو پر اساس له نورو مخ پر ودې هېوادونو سره ګډ پرمختګ ومومي.