د زيمبابوې د انتخاباتو کمېټې د اګست په ۲۶ مه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر منانګاګوا په ولسمشريزو ټاکنو کې ٪ ۵۲.۶ رايې ګټلې او يوځل بيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د زيمبابوې د انتخاباتو کمېټې رئيس وايي، منانګاګوا د اګست له ۲۳ مې تر ۲۴ مې پورې په ولسمشريزو ټاکنو کې ۲ ميليونه او ۳۵۰ زره رايې ګټلې، چې دغه شمېر د ټولو رايو ٪ ۵۲.۶ جوړوي او پدې سره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه رسماً وټاکل شو.