په جنوبي کوريا کې د جاپان لخوا د اټومي ککړو اوبو د ايستنې پر خلاف مظاهرې شوې
CMG2023/08/27 10:26:11
شريکول:

پدې وروستيو ورځو کې د کوريا جمهوریت يا جنوبي کوريا په ډېرو ځایونو کې د جاپان لخوا سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستنې پر خلاف مظاهرې شوې دي.

د اګست د ۲۵ مې په شپه د جنوبي کوريا په جيونګجو ښار کې د چاپيريال ساتنې د يو شمېر سازمانونو غړي راغونډ شوي او د جاپان د يادې کړنې پر خلاف يې احتجاج وکړ. په همدې ورځ په دایجيون ښار کې ۸ مدني ډلو په يوه ګډه اعلامیه کې ويلي، چې د جاپان حکومت او د توکيو برېښنايي شرکت د ايستل شوو ککړو اوبو د راډيو اکتيف موادو د ډولونو او عمومي اندازې په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي او ورکړل شوي نور معلومات يې د باور وړ نه دي.

د جنوبي کوريا په بوسان، يولسان او جيونګسانګنام په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې هم لاريونونه وشول. په جيونګسانګنام سيمه کې څه باندې ۳۰ مدني ډلو په ګډه اعلاميه کې څرګنده کړې، چې غړي به يې د دغې سيمې په یو شمېر ځايونو کې د جاپان د يادې کړنې پر خلاف لاريونونه وکړي.