روسيې ويلي پر دغه هېواد د دوو بي پيلوټه الوتکو د بريد مخه يې ونيوله
CMG2023/08/27 10:49:07
شريکول:

د روسیې دفاع وزارت د اګست په ۲۶مې نېټې د ټولنيزو رسنيو پر خپلو پاڼو خبر خپور کړ، چې اوکراين د همدې ورځې په شاو خوا درې بجوغوښتل، چې د يوې بې پيلوټه الوتکې له لارې په مسکو ښار او ايالت کې پر تاسيساتو بريد وکړي او دغه الوتکه د مسکو ايالت په هوا کې د روسیې د دفاعي پوځ لخوا نسکوره کړای شوه.

د اوکراين دولتي خبري اژانس د اګست په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، د دغه هېواد د استخباراتو عمومي ادارې وياند يوسوف تائيد کړې، چې د دغه هېواد پوځ په همدې ورځ د کريميا د سيمفيروپول په جنوب ختيځ په پيليوالينويي کلي کې د روسیې د تور سمندر د بيړيو ډلې اړوند د سمندر غاړې پر ګارډ بريد وکړ. هغه زياته کړه، چې په راتلونکې کې به پر کريميا لا زيات ناڅاپي بريدونه وکړي.

د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا مرستيال رئيس ميدويډوف تاس خبري اژانس ته وويل، چې امريکا د اوکراين له بحرانه ډېره ګټه اخلي، ځکه امريکا له دغه بحرانه په استفادې پر ښکيلو هېوادونو اقتصادي تسلط کوي.