د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۶ مې د برېکس له سرمشريزې او له جنوبي افريقا تر رسمي لېدنې وروسته خپل هېواد ته ستون شو او بيا وروسته يې د دغه هېواد د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې او حکومت او د دې سيمې د توليد او ابادۍ ځواک کاري راپورونه واورېدل او ويې ويل، چې چين به د چيني عصري کېدو په بهير کې شينجيانګ د يوموټې،همغږې، سمسورې، متمدنې،هوسا او ښه ايکولوژي لرونکې سيمې په توګه آباد کړي.
شي جين پينګ وويل، ګوندي او حکومتي ادارې باید د اړوندو چارو د پرمخبيولو په ترڅ کې د شينجيانګ د ټولنې د ثابتولو چارو ته لومړيتوب ورکړي او هغه مفکوره چې له مخې يې چيني ملت يوه ګډه ټولنه ګڼل کېږي، باید خپره او ټينګه کړي، دغه راز د شينجيانګ د ځانګړو صنايعو د عصري سيستم د جوړولو چارې دې چټکې کړي.