په وروستيو کې سمندر ته د جاپان له خوا د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو په خوشي کولو سره د ارام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو په پر له پسې توګه د جاپان پر حکومت نيوکې کړې او ويلي يې دي چې د دې هېواد حکومت د دوی د هېوادونو خلک، سمندر او اقتصاد زيانمن کړي دي. هغوی وايي، پر هغو جاپاني سياستوالو باور نه لرو چې وايي سمندر ته د يادو اوبو خوشي کول به نورو هېوادونو ته زيانونه ونه رسوي. د جاپان کړنې د مارشال ټاپوګانو جمهوريت په ګډون په سمندر کې راګير شوو هغو هېوادونو غمجمنه تجربه يوځل بيا وريادوي چې پخوا د اټومي ککړتيا له کبله زيانمن شوي وو.
اړوند کارپوهانو دې ته په اشارې سره ويلي چې د ارام سمندر پر غاړه پراته هېوادونه حق لري چې د جاپان د دغې ناسمې کړنې له کبله د تاوان غوښتنه ورڅخه وکړي.
د مارشل ټاپوګانو جمهوریت چې د ارام سمندر په منځ کې موقعيت لري، تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا د اټومي ازموينې مرکز ټاکل شوی و. د امريکا لاس انجلس ورځپاڼې په ۲۰۱۹م کال کې په خپلې مقالې کې ليکلي چې هېواد يې له ۱۹۴۶م کال څخه تر م۱۹۵۸ کاله پورې د مارشل په اړوندو ټاپوګانو کې ۶۷ ځلې اټومي ازموينې تر سره کړې چې د ارام سمندر پر غاړه پرتو ټاپوګانو، سمندري ايکولوژیکي چاپيريال او د خلکو روغتيا ته يې ډېر زيانونه ورسول. سربېره پر دې، امريکا د نيواډا ايالت د اټومي ازموينې اډې څه باندې ۱۳۰ ټنه اټومي ککړ مواد مارشل ټاپوګانو ته وغورځول چې تر اوسه پورې ځايي اوسيدونکي د اټومي وړانګې د خپرېدو، د سمندري توکو د ککړتيا او د اټومي کثافاتو د خوشي کولو له امله زیان ويني.
زاړه زخمونه لا نه دي روغ شوي، چې نوي زخمونه يې جوړ کړي. دوه کاله دمخه وروسته تر هغې چې د جاپان حکومت سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان اعلان کړی، د ارام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو سمدلاسه له ياد پلان سره مخالفت په ډاګه کړ او پرجاپان يې نيوکه وکړه چې بيا يې دغو هېوادونو ته زيانونه ورسول. د مارشل ټاپوګانو څو څو ځلې له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې بله مناسبه لار پيدا کړي او د سمندري چاپيريال د ساتلو لپاره نړيواله اصل او مسوولیت عملي کړي او ارام سمندر د اټومي کثافاتو د غورځولو ځای ونه بولي. په وروستيو کې د جاپان د مېسۍ پوهنتون يو پروفيسور له يادو ټاپوګانو څخه ليدنه وکړه. ځايي وګړو ويلي چې جاپان د نورو هېوادونو زیان او ژوند په پام کې نه نیسي او دغه کړنه يې د منلو وړ نه ده او د نورو هېوادونو له خوا به ونه بښل شي. يو ځايي سمندري سفر کوونکي وويل چې پر دوی تاريخي تراژيدي تکرارېږي او د تګلاره جوړونکو له خوا کنترول کېږي.
ټول پدې پوهيږي چې په ۲۰۱۱م کال کې د فوکوشيما له اټومي برېښناکوټ څخه د راډيو اکټيو موادو د ليکېدو سخته پېښه وشوه چې له امله يې څه باندې يو ميليون او ۳۰۰ زره ټنه اټومي ککړې اوبه رامنځته شوې دي. له څېړنو څخه ښکاري، چې په دغو اوبو کې څه باندې شپېته ډوله راډيو اکټيو مواد شامل دي او د هارفلایف موده (half-life period) يې سلګونه زره کاله دوام کولای شي. د جاپان لوري هم منلې چې د (ALPS) تصفيې سيستم په وسيله پاکې شوې زياتره اټومي ککړې اوبه د خوشي کولو له معيار سره سمون نه لري. که دغه خطرناک مواد د سمندر اوبو کې ګردې نړۍ ته خپاره شي، نو نتيجه به يې د تصور وړ نه وي. جاپان يوازې غواړي چې خپلې پيسې سپما کړي، خو د اټومي ککړتيا خطرونه يې ګردې نړۍ ته ليږدولي، نو بايد نورو هېوادونو ته تاوان ورکړي.
د قوانينو له لحاظه په ځينو نړيوالو تړونونو کې د يو هېواد له خوا سمندر ته د راډيو اکټیو موادو د غورځولو په هکله مشخص شرایط ټاکل شوي دي. د بېلګې په توګه د عامه سمندر د تړون له مخې چې په ۱۹۵۸ کال کې لاسليک شوی و، بېلا بېل هېوادونه بايد سمندر ته د راډيو اکټیو ککړو موادو د غورځولو مخه ونيسي او له نړيوالو سازمانونو سره د همکاريو له لارې دې د دغو موادو او يا نورو خطرناکو توکو د استفادې له کبله د سمندري اوبو او فضا ته د ککړتيا خپرېدو مخنیوی وکړي. د ملګرو ملتونو د سمندري قانون په اړه د تړون له مخې چې په ۱۹۸۲م کال کې لاسليک شوی و، هېوادونه دې د سمندري چاپيريال د ساتنې دنده پرغاړه واخلي او نه شي کولی چې اړوند خطرونه نورو هېوادونو ته وليږدوي. اوس جاپان د يادو تړونونو په شمول له تړونونو څخه سرغړولی دی، البته بايد د ارام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو ته تاوان ورکړي.