د بروندي ولسمشر: چين مغرور قوي هېواد نه، بلکې همکار دی چې را سره مساوي چلند کوي
CMG2023/08/27 10:57:50
شريکول:

د بروندي جمهوريت ولسمشر يواريسټي نډايشيميي د چين سي جي ټي اېن ټلويزيون له خبريال وانګ ګوان سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چين هغه هراړخيز ملګری دی، چې د ستونزو په وړاندې ګډه مقابله کوي. هغه د چين ستاينه وکړه، چې تل د همکاريو هڅونه کوي، له نورو هېوادونو سره دوستانه اړيکې ټينګوي، له بروندي سره د مساواتو پر اساس اړيکې ساتي او تسلط نه غواړي.

نوموړي د غرب هغه خبرې چې وايي، چين په افريقا کې نیوکلونياليزم (neocolonialism) عملي کوي، رد او څرګنده يې کړې، چې غرب باید په افريقا کې د چين رول ته کلونياليزم ونه ګڼي، ځکه چين په خپله د کلونياليزم قرباني و. نوموړي وويل، د چين په مرسته کې هېڅ اضافي شرايط نشته او چين د کلونياليزم مفکوره نه ده غوره کړې.

نوموړي همدارنګه د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم پر مثبت رول ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دغه فورم د ټولې نړۍ ګټو ته ليوالتيا ښکاره کوي او د کوم يو هېواد د فتح کولو هېلې د  پوره کولو لپاره نه دی.