د جاپان له لومړي وزير د جاپانيانو د ملاتړ کچه نوره ټيټه شوې
CMG2023/08/28 16:04:46
شريکول:

د جاپان مېنيچي شيمبون ورځپاڼې د اګست له ۲۶ مې نېټې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې د دغه هېواد له لومړي وزير فوميو کيشيدا څخه د جاپانيانو د ملاتړ په پار یوه نظر پوښتنه ترسره کړې ده.

د نظرپوښتنې پایله ښيي، چې له لومړي وزیر فوميو کيشيدا د جاپانيانو د ملاتړ کچه ٪ ۲۶ ته راټيټه شوې او دا کچه يې په تېرو دوو مياشتو کې تر ٪ ۳۰ کمه شوې ده او په وروستيو درېيو میاشتو کې يې د خپلو هېوادوالو د ملاتړ په کچه کې ٪ ۱۹ټيټوالی راغلی دی.

د نظر پوښتنې نتيجه دا هم ښيي، چې د فوميو کيشيدا په مشرۍ د جاپان له واکمن ازاد او ډيموکراتيک ګوند څخه د جاپانيانو د ملاتړ کچه هم ټيټه او ٪ ۲۵ ښودل شوې او له دې وړاندې يې د ملاتړ کچه له ٪ ۳۰ څخه تر ٪ ۴۰ پورې ساتل شوې وه.