د جنوبي افريقا پارلمان د برېکس د سرمشريزې لاسته راوړنې وستايلې
CMG2023/08/28 16:13:50
شريکول:

د جنوبي افريقا پارلمان د اګست په ۲۶ مې نېټې په يوې اعلاميې کې د برېکس د سرمشريزې لاسته راوړنې ستايلې دي.

په اعلاميې کې ياده سرمشريزه تاريخي ارزښتناکه بلل شوې او پکې ويل شوي، چې يادې سرمشريزې د برېکس هېوادونو د مشرانو د لرليد وړتياوې، ټينګې ژمنې او همکاريزې روحيې انعکاس کړې دي.

اعلاميه وايي، چې د برېکس هيوادونو سږنۍ سرمشريزې پر څواړخيزم، د شخړو د حل پر سوله ييزې لارې او دواملرونکي پرمختګ ټينګار کړی دی او دغه راز د نړيوال اقتصاد د نامساواتو د لرې کولو هڅې یې کړي، چې دا به نه یوازې د برېکس هېوادونو وړتياوې پياوړې کړي، بلکې د افريقا او ان د نړۍ د پرمختګ او ثبات سرچېنه به هم وګرځي.

په اعلاميې کې د برېکس د نویو غړو هرکلی شوی او پکې ويل شوي، چې په دغه ميکانيزم کې د نويو غړو ټاکل ددې ښکارندويي کوي، چې برېکس هېوادونه د ټولشموليت، د متنوعو نظريو او ګډ پرمختګ د راوستلو لپاره هڅې کوي او د نويو غړو ټاکل به يې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي قوت د واټن د کموالي، د دواملرونکي پرمختګ د راوستلو او په نړيواله صحنه کې د پرمختيايي هېوادونو د اواز د لوړولو په برخو کې مرسته وکړي.