د روسيې د ملي دفاع اداري مرکز د اګست په ۲۷ مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد يوې جنګي الوتکې د تور سمندر په قلمرو کې د امريکا يوه بې پېلوټه الوتکه تر څار او تعقیب لاندې نېولې ده.
خبر وايي، چې د روسیې رادار په همدې ورځ د تور سمندر په هوايي قلمرو کې يوه بې پېلوټه الوتکه کشف کړې، چې د روسیې د پولې په لور د نږدې کېدو هڅه يې کوله.
د روسيې هوايي ځواکونو د يادې الوتکې له کشف وروسته سیمې ته جنګي الوتکه ليږلي او یاده بې پېلوټه الوتکه يې خوا په خوا څارلې ده.
د روسيې د ملي دفاع اداري مرکز ويلي، چې کله روسۍ جنګي الوتکه يادې امريکايي بې پېلوټه الوتکې ته ور نږدې شوه، نو سمدستي يې لوری بدل او له روسي پولې لرې ولاړه.