د امريکا په فلوريدا ايالت کې د ډزو له امله ۳ تور پوستي وژل شوي
CMG2023/08/28 10:23:47
شريکول:

د امريکا د فلوريدا ايالت د شمال جاکسنويل ښار پوليسو د اګست په ۲۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د همدې ورځې په مازديګر د دغه ښار په یوه دوکان کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۳ تور پوستي کسان  وژل شوي دي.

مالومات ښيي، چې بريدګر پر يادو کسانو له ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د جاکسنويل ښار د پولیسو قومندان واترس په همدې ورځ یوې خبري ناستې ته دا يوه نژادي تراژيدي او ښکاره دښمني بللې ده.

پولیسو د يادې پېښې بريدګر ۲۰ کلن سپين پوستی ځوان یاد کړی، چې په ډزو يې دوه نارينه او يوه ښځه وژلي او وروسته يې خپل ځان هم وژلی دی.