د برېکس هېوادونو د وروستۍ سرمشریزې په اړه د وانګ يي څرګندونې
CMG2023/08/28 15:22:30
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د اګست له ۲۱مې څخه تر ۲۴مې پورې په جوهانسبورګ کې د برېکس هېوادونو په ۱۵مه سرمشریزه کې ګډون کړی او له جنوبي افریقا څخه يې رسمي لیدنه کړې ده.

د رئیس شي جين پينګ د سفر د پای په درشل کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي خبریالانو ته اړوند مالومات بیان کړل. وانګ يي وویل، چې د رئیس شي جين پينګ دغه سفر د نړیوالو د پاملرنې وړ و او د چین او افریقا تر منځ د دوستانه اړیکو د ټینګښت او د پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نویو ګډو نظریو د راټولېدو لپاره ګټور و.

وزیر وانګ يي په اشارې وویل، سږ کال د چین او جنوبي افریقا د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو له ۲۵مې کلیزې سره برابر دی. د دواړو خواوو اړیکې په تېرو ۲۵ کلونو کې ستر پرمختګ موندلی او سیاسي متقابل باور او عملي همکارۍ يې مخ په پیاوړي کېدو دي. سږنی سفر جنوبي افریقا ته د رئیس شي جين پينګ څلورم سفر دی او ډېر بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د دواړو مشرانو په کتو سره د یو کمربند او یوې لارې، د نوې انرژۍ په کارولو سره د برېښنا تولید پروژې، کرنیزو تولیداتو، علمي نوښت، دایروي اقتصاد او لوړې کچې ښوونې په شمول ځينو برخو کې یو لړ همکاریز تړونونه لاسلیک شول. د یادولو وړ ده چې د رئیس شي جين پينګ له دغه سفر څخه په حساسو نړیوالو موضوعاتو کې د چین او جنوبي افریقا مهمې ګډې نظریې او ګټې ښکاري. د جنوبي افریقا ولسمشر رامافوسا له چین څو ځلې مننه څرګنده کړه چې په اوسني پېچلي نړیوال وضعیت کې يې د برېکس هېوادونو سرمشریزې د بریالي جوړېدو لپاره له جنوبي افریقا کلک ملاتړ کړی. رامافوسا وویل، چې د جنوبي افریقا په شمول پرمختیايي هېوادونه تمه لري چې د برېکس هېوادونو د چوکاټ او د ملګرو ملتونو د څواړخیز نظام په شمول چوکاټونو کې له چین سره همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي او ور سره مساوي، عادلانه او مناسبه نړیواله اداره په ګډه پرمخ یوسي.

وانګ يي وویل، چې د برېکس هېوادونو په سږنۍ سرمشریزه غونډه کې د غړو شمېر په زیاتېدو سره د دغه سازمان پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شوی. د برېکس هېوادونو نفوس د ګردې نړۍ له ۴۰ فیصدي زیاته برخه نیسي او اقتصادي اندازه يې د نړۍ یو پر څلورمه برخه نیسي. دغه سازمان تر ۱۷ کلن پرمختګ وروسته د نړیوال اقتصاد پرمختګ پرمخ بېولو، نړیوالې ادارې بشپړولو او د نړیوالو اړیکو د ولسي کېدو هڅولو لپاره یو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

برېکس هېوادونو د ورخلاصون او ټولشموله، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر روحیې ټينګار کړی او د څواړخیزې نړۍ د پرمخ بېولو لپاره يې تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې. نور ډېر زیات پرمختیايي هېوادونه غواړي د برېکس هېوادونو په سازمان کې ګډون وکړي. د افریقايي هېوادونو او نورو پرمختیايي هېوادونو څه باندې ۶۰ تنو مشرانو په سږنۍ سرمشریزه کې ګډون کړی و، ترې ښکاري چې د برېکس هېوادونو سازمان ډېرې لېوالتیاوې لري.

وانګ يي وويل، چې د برېکس هېوادونو همکاریز میکانیزم مخ په پیاوړي کېدو دی او د ډېرو هېوادونو لخوا ترې هرکلی کېږي. خو ځيني هېوادونه چې د سړې جګړې پر نظریې ټينګار کوي، د دغه حالت هرکلی نه کوي او د برېکس هېوادونو همکاریو په تړاو یې د کمزورېدو ګنګوسې خپرې کړې. په داسې حال کې په جوهانسبورګ کې د برېکس هېوادونو سږنۍ غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه او پکې د غړیتوب د زیاتېدو مهم ګام يې پورته کړی دی. د برېکس هېوادونو همکاریز میکانیزم پرمختګ د پرمختیايي هېوادونو پرمختګ یو مهم ډګر دی او د سولې ساتونکي ځواک پياوړتیا نښه هم ده.