د بريتانيا د رېل پټلۍ شرکت شاوخوا شل زرو کارکوونکو د اګست په ۲۶مې نېټې د انفلاسيون يا پيسو پړسوب ضد کاري اعتصاب کړی دی.
بي بي سي د روانې مياشتې په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې ياد کارکوونکي به د سپتمبر په لومړۍ او دوهمې نېټې هم کاري اعتصاب وکړي.
د بريتانيا د رېل پټلۍ شرکت د کارکوونکو د ۲۶مې نېټې اعتصاب له امله ډېری بريتانويانو په موټرونو کې سفرونه کړي او د دغه هېواد جنوب لوېديځې سیمې له ډېرو سختو ترافیکي ستونزو سره مخ شوې وې.
د بريتانيا د جنوب لوېديځ رېل پټلۍ شرکت هم خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اورګاډو چلوونکو ټولنه به د سپتمبر په لومړۍ نېټه کاري اعتصاب وکړي او د همدې مياشتې په دوهمې نېټې به بیا د بريتانیا د رېل پټلۍ، سمندري لارو او سړکونو کارګرو ټولنه اعتصاب وکړي.
ياد شرکت ويلي، چې د بريتانیا د اورګاډو چلوونکو ټولنې او د رېل پټلۍ، سمندري لارو او سړکونو کارګرو ټولنې د اعتصابونو له امله به د دغه هېواد په لوېديځو سیمو کې ټرانسپورټي چارې په ټپه ولاړې وي.