د يمني ځواکونو او حوثي وسلوالې ډلې د نښتې له امله ۲۳ کسان وژل شوي
CMG2023/08/28 14:46:26
شريکول:

د يمن د دفاع وزارت يوه چارواکي د اګست په ۲۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د دې هېواد په جنوب لاحج ولايت کې له حوثي وسلوالو سره سخته شخړه کړې، چې له امله يې ۱۵ حوثي وسلوال او ۸  پوځي سرتيري وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

ياد چارواکي د يمني پوځ او حوثي وسله والې ډلې ترمنځ ياده نښته په وروستيو څو میاشتو کې تر ټولو لویه او خونړۍ بللې ده او په وينا یې، ځواکونو يې حوثي وسله والو ته سخته مرګژوبله اړولې او پر شا يې تمبولي دي.

حوثي وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.