د روسيې څېړنېزې کمېټې د اګست په ۲۷ مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې په ۲۳ مې نېټې د دغه هېواد په توير ایالت کې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د مړو شوو کسانو هویت تائيد شوی، چې پکې د روسيې د شخصي پوځي ډلې واګنر بنسټګر يفګيني پریګوژین هم شامل دی.
د دغې پېښې ځينې تحقوقي چارې ترسره شوې دي او جينيټکي ازموینې ښيي، چې په الوتکې کې د ناستو کسانو هویت او نومونه له هغه لېست سره سر خوري، چې د الوتکې د مسافرو په نوملړ کې راغلي او مخکې خپاره شوي دي.