په چين کې يو ميليارډ او ۷۹ ميليونه کسان انټرنېټ کاروي
CMG2023/08/28 16:05:49
شريکول:

د چين د انټرنېټي شبکو معلوماتي مرکز د اګست په ۲۸مې نېټې د هېواد د انټرنېټي شبکې د پرمختيایي حالاتو ۵۲م احصايوي راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، چې په چين کې د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې د انټرنېټ کاروونکو شمېر يو ميليارډ او ۷۹ مليونه تنو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په پرتله يوولس ميليونه او ۹۰ زره زياتوالی ښيي او د انټرنېټ د کارونې انډول يې په سلو کې ۷۶ اعشاريه څلورو ته رسېږي.

راپور کاږي، په چين کې د  پنځه جي(5G ) بېس سټېشنونو شمېر دوه مليونه او ۹۳۷ زرو ته رسېدلی دی او په ورته وخت کې ګرځنده انټرنېټي شبکو هم پکې چټک پرمختګ موندلی او په کورني بازار کې يې د فعالو اپليکېشنونو شمېر دوه مليونه او شپږ سوه زرو ته پورته شوی، چې خلکو ته يې د ښوونې، کار او ژوند په برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.