د امریکې د تحقیقاتو فدرالي ادارې څو ورځې مخکې د یو چیني محصل د زده کړو غوښتنليک او اړين سندونه پټ کړي او بیا يې د جعلکارۍ تور پرې لګولی او نېولی یې دی.
په ورته وخت کې، د امریکې د ګمرکاتو ادارې او د سرحد ساتنې ادارې د کره شواهدو په نشتون کې ۳ چیني محصلین نیولي او بېرته يې چین ته ليږدولي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اګست په ۲۸مې نېټې په یوې خبري ناستې کې د امريکې یادې کړنې سیاسي بللي او په وينا يې، واشنګټن د سیاسي موخې لپاره چیني محصلین ځپي او کلک مخالفت يې ورسره ښودلی دی.
نوموړي ويلي، امریکا باید د چیني زده کوونکو او محصلینو هرکلی وکړي او ځپونکې کړنې باید بندې او د ملي امنیت ساتنې په پلمه د چیني زده کوونکو او محصلینو ځپنه باید سمدستې پای ته ورسوي.
وانګ ون بین په ټينګار ويلي، چې چین به د خپلو اتباعو د قانوني حقونو د ساتلو لپاره اړین تدبیرونه ونیسي.
(هیله)