د اګست د ۲۹ مې نېټې په سهار وختي، د اندونيزيا ختيځ نوسا تنګارا ولایت ته نږدې سمندري سيمه کې د ريکتر په کچه ۶.۵ درجې زلزله شوې، خو تر اوسه د ځاني او مالي زيانونو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.
د اندونيزيا د هوا، اقليم او ځمکپېژندنې ادارې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه زلزله د پلازمېنې جاکارتا په وخت د اګست د ۲۹ مې نېټې د سهار وختي په دوو بجو او ۵۵ دقیقو وشوه او مرکز یې د ختيځ نوسا تنګارا ولایت د شمال لومبوک ولسوالۍ له شمال ختيځ ۹۴ کیلومتره لرې سمندري سیمه او ژوروالی يې ۵۷۱ کيلومتره ښودلی دی.