د روسيې او هند مشران پر دوه اړخيزو اړيکو او نړيوالو همکاريو غږيدلي
CMG2023/08/29 10:10:12
شريکول:

د روسيې کريملين ماڼۍ د اګست په ۲۸ مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ د هند له صدراعظم ناراندارا مودي سره تليفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو او نړيوالو همکاريو په ګډون د يو لړ موضوعاتو په اړه ورسره غږيدلی دی.

پوتين سپوږمۍ ته د هند د اکتشافي دستګاه د رسېدو په پار ناراندارا مودي ته مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې په فضايي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي.

دواړو مشرانو د روسیې او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لاسته راوړنو ته بيا کتنه او هوکړه يې کړې، چې د انرژۍ د لویو پروژو پلي کولو ته به دوام ورکړي او په ګډه به د نړيوال ټرانسپورټ زيات بنسټيز تاسيسات جوړ کړي.

دواړو مشرانو د جي شل(G20) د هغې سرمشريزې په اړه هم چې د هند په نوي ډیلي کې به پیل شي، د نظريو تبادله Aکړې ده. 

له دې وړاندې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د اګست په ۲۵ مې نېټې رسنيو ته ويلي وو، چې ولسمشر پوتين به په سپتمبر کې هند ته ولاړ نه شي او د جي شل په سرمشریزې کې به ګډون ونه کړي.